ads

دیني عالمان: روانه جګړه دې ژر ودرول شي

د افغانستان د ۳۴ ولایتونو دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال له ښکېلو لورو وغوښتل چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او اوربند وکړي.

محمدخان بریال
28 چنګاښ 1400
دیني عالمان: روانه جګړه دې ژر ودرول شي

دیني عالم عبدالقادر «قانت» یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې اوسنۍ جګړه هېڅ شرعي صبغه نه لري او په وینایې، په دې جګړه کې یوازې د افغانانو وینې تویېږي.
ده له حکومت وغوښتل چې د دیني عالمانو وژنې او ترور ودرول شي او پر طالبانو یې غږ وکړ چې ژر تر ژره اوربند وکړي.
په ورته مهال د دې غونډې نورو ګډونوالو هم له ښکېلو لورو د جګړې درېدو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ګڼو نړیوالو او کورنیو دیني عالمانو له خوا د افغانستان جګړه ناروا بلل شوې ده.
دیني عالمان پر داسې مهال د اوربند غوښتنه کوي چې په دوحه کې د سولې په هدف دوه ورځنۍ بین الافغاني خبرې پایته ورسېدې او د نورو داسې غونډو پر جوړېدو ټینګار شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA