ads

دره صوف پایین ولسوالي افغان ځواکونو ونیوله

د کورنیو چارو وزارت د افغان سرتېرو او پاڅونوالو د عملیاتو په پایله کې د سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
28 چنګاښ 1400
دره صوف پایین ولسوالي افغان ځواکونو ونیوله

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا «ضیا» د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه افغان سرتېرو او پاڅونوالو د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې دا ولسوالي له طالبانو پاکه شوه.
هغه زیاتوي، د افغان سرتېرو او پاڅونوالو په متقابلو بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې پر مهال یې مولوی شاه، امیر شهیدالله، کورگل آغا او یو شمېر نور طالب قومندانان او مسولین وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم چخانسور، سرخ پارسا، مالستان او یو شمېر نورې ولسوالۍ له طالبانو پاکې او نیول شوې دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA