ads

امنیتي چارواکي د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان سرتېرو د اختر په شپو او ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیت ټینګښت لپاره لازم چمتوالی نیولی دی.

محمدخان بریال
28 چنګاښ 1400
امنیتي چارواکي د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن وایي، د ښارونو په ټولو مېله ځایونو او پارکونو کې د امنیت خوندیتوب لپاره افغان سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
دی هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د اختر ورځې او شپې به په ارامه فضا کې ولمانځي.
د حج اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، نن په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ او سبا به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
هېوادوال هم په دغو ورځو کې د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA