ads

په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ او په پاکستان کې یې د افغانستان سفیر د لور د اختطاف په اړه ورته سخت اعتراض وړاندې کړ.

شمس الرحمن شمس
27 چنګاښ 1400
په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر څخه غوښتي چې د پېښې په تړاو د افغان حکومت اعتراض او ژوره اندېښنه د پاکستان حکومت ته ورسوي.

بهرنیو چاور وزارت له پاکستان څخه په ډاګه وغوښتل چې د پېښې عاملان وپیژني او د مجازاتو په برخه کې عاجلې کړنې ترسره او د نړیوالو میثاقونو سره سم د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو مصونیت او بشپړ امنیت تامین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هیواد کې د افغان سفیر لور سلسله علیخیل د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه نیټه د جمعې پر ورځ  اسلام آباد کې د څو ساعتونو لپاره اختطاف شوه، چې له سختې شکنجې وروسته خوشې شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA