ads

وحید مجروح: هېوادوال دې د اختر په ورځو کې له یو بل سره نه ویني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وایي، که د لوی اختر په شپو او ورځو کې د کورونا ویروس اړوند روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه ونه شي؛ نو ناورین به رامنځته شي.

شمس الرحمن شمس
27 چنګاښ 1400
وحید مجروح: هېوادوال دې د اختر په ورځو کې له یو بل سره نه ویني

نوموړي د یکشنبې ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، کورونا ویروس لاهم په ټولنه کې شته او خلک باید د اختر په  شپو او ورځو کې کور په کور په له ګرځېدو څخه ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنې دې جدي عملي کړي.

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وایي، که څه هم په دې ورستیو  د کورونا ویروس د مړینې کچه یو څه کمه شوې، خو بیا هم تهدید موجود دی.

د روغتیا وزارت په افغانستان کې د لوی اختر په ورځو کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې داسې مهال بندیزونه لګوي، چې لاهم د کورونا ویروس له کبله هره ورځ لسګونه کسان ژوند بایلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA