ads

ملاهبت الله: د سیاسي حل لارې جدي طرفدار یو

د وسلوالو طالبانو مشر ملا هبت الله د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت ځانګړي پیغام کې ویلي، چې افغانستان کې د سیاسي حل لارې جدي غوښتونکی دی او له هر فرصت څخه به ګټه واخلي.

شمس الرحمن شمس
27 چنګاښ 1400
ملاهبت الله: د سیاسي حل لارې جدي طرفدار یو

نوموړي ویلي، د سولې خبرو لپاره بشپړ ژمن دی او د همدې لپاره یې سیاسي دفتر پرانیستی ترڅو یوې پایلې ته ورسي.

 د طالبانو مشر د ستونزو پر حل ټنیګار کړی او وایي، یوازینۍ لار خبرې دي چې افغانستان له فعلي وضعیت څخه ژوغورلی شي.

«موږ د مذاکراتو او سیاسي بهیر د ښه پرمختګ لپاره سیاسي دفتر پرانستی دی، قوي مذاکراتي ټيم مو مؤظف کړی  دی، له خپله لوري د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل ته ژمن یو، خو متأسفانه چې مقابل جهتونه لا هم وخت ضایع کوي، پیغام مو دادی چې پر بهرنیانو د اتکا پرځای راځئ چې خپلې ستونزې پخپله حل کړو او هېواد له فعلي وضعیت څخه وژغورو.»

نوموړي همدارنګه په خپل پیغام کې ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وروسته، د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي او دا یې د ټولو جهتونو اړتیا بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د لوړو پوړو پلاوو ترمنځ د بین الافغاني خبرو لړۍ پیل شوې او تمه شته چې یوې پایلې ته ورسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA