ads

عمران خان: پولیس ۴۸ساعته وخت لري چې د پېښې عاملین ونیسي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ته ۴۸ساعته وخت ورکړی،چې په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور د تښتونې او شکنجې پلټنه وکړي او د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

شمس الرحمن شمس
27 چنګاښ 1400
عمران خان: پولیس ۴۸ساعته وخت لري چې د پېښې عاملین ونیسي

نوموړي همدارنګه له ټولو قانون نافذووکو ادارو غوښتي چې د پېښې پلټنه کې ګډ کار وکړي او د مجرمینو په نیولو کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ويلي، امنیتي مسؤلین د دوو هغو ټکسي چلوونکو سره په اړیکه کې دي، چې له موټره یې په هغه ورځ کار اخیستل شوی و.

نوموړي همدارنګه ویلي چې پولیسو د افغان سفارت او کورنۍ لپاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

باید یاده شي چې د تېرې جمعې ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل د نامعلومه وسلوالو لخوا وتښتول شوه او تر شنکجې وروسته یې پرېښې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA