ads

ډاکټر عبدالله له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

شمس الرحمن شمس
26 چنګاښ 1400
ډاکټر عبدالله له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

ددغې شوار ویاند فریدون خوځون پر خپله فیسبوک پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي دي چې د ملي مصالحې عالي شورا د رئيس په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې لوړپوړي پلاوي تېر ماښام په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې په لیدنه کې پر کومو موضوعاتو بحث شوی.
دا په داسې حال کې ده چې نن به د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ ناسته هم ترسره شي او پر یو لړ بنسټیزو موضوعاتو به خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA