د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار ۸ او ۳۵ دقیقې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دارالامان سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده، چې مرګ ژوبله نه لري.
د نوموړي په خبره پولیسو د چاودنې په تړاو څېړنې پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

