ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۴ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت د افغان سرتېرو په بریدونو کې ګڼو وسله وال ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
26 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۴ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه د شنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۸۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د هغوی ګڼې وسلې او ۱۵ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي دي.

طالبانو ته دغه مرګ ژوبله ننګرهار، غزني، خوست، میدان وردګ، کندهار، جوزجان،سمنګان، بلخ، هلمند، تخار او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

تېره ورځ هم د ډېر شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

خو وسله والو طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA