خبرپاڼه زياتوي، چې د دغو بریدونو به پایله کې د د عباس او سېلاب په نوم د وسله والو طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په سره رود کې د خپل ماين په چاودنه کې دوه تنه ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د ولايت له رسنيو دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ماين خښوونکي د وسله والو طالبانو غړي وو او غوښتل يې د سره رود په باولۍ سيمه کې يو پولچک په ماين والوزوي.
د يادو پېښو په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

