ads

عبدالله: سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار خبرې دي

د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان دولت له مزاکراتي پلاوي سره د لیدنې پرمهال ويلي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د سولې د تامین لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

شمس الرحمن شمس
26 چنګاښ 1400
عبدالله: سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار خبرې دي

د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت د سولې پلاوي په دوحه کې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره لیدلي دي او د مذاکراتو په تړاو ورسره غږېدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته د سولې په هڅو او مذاکراتو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې په هدف د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د جمعې ورځ دوحې ته ورسېد.

ټاکل شوې چې دغه اته کسیز پلاوی به په دوحه کې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه پر بنسټیزو مسایلو خبرې پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA