د پروان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند سليم نوري کليد ته وويل، چې نن سهار د افغان امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو په ګډو عملياتو کې د شيخ علي ولسوالۍ مرکز له وسله والو طالبانو پاک شو.
نوري زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه د سرخ پارسا او سياه ګرد ولسواليو لور ته د مخته تګ په حال کې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه ورځ وړاندې امنيتي ځواکونو په باميان او نيمروز ولايتونو کې د دريو نورو ولسواليو د نيولو خبر هم ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

