ads

دوحه کې د بین الافغاني خبرو پرانیسته وشوه

د مصالحې عالي شورا وایي، نن په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د لوړ پوړو پلاوو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پرانیسته وشوه او دواړو لورو د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ.

شمس الرحمن شمس
26 چنګاښ 1400
دوحه کې د بین الافغاني خبرو پرانیسته وشوه

ددې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، په دې ناسته کې دواړوه مشرانو مذاکرات حل لار وګڼله او د مذاکراتو پر چټکتیا او دوام یې ټینګار وکړ.

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې پلاوی له بشپړ صلاحیت سره راغلی تر څو په بشپړ ډول په ټولو اساسي موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

د نوموړي په خبره ورسته له پرانیستې وینا څخه دواړو پلاوو ترمنځ خبرې پیل شوې او دا مذاکرات به دوام پیدا کوي.

په همدې حال کې د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې د سولې د تامین او د ولس د سوکالۍ لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه وویل د لسو میاشتو په اوږد کې مذاکراتو له تمې سره سمه پایله نه درلوده نو له همدې امله یې نوی مذاکراتي ټیم له رهبرۍ څخه ټاکل شوی څو مذاکرات سرعت پيدا کړي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لورو ترمنځ د پرانستې ناسته پای ته ورسېده او سبا به یې اصلې مذاکرات پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA