له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغه کتنه کې د ګمرکونو پر عصري کولو، سيمه ييز اتصال کې د افغانستان ارزښتناک رول او د ګمرکونو د ښه مدیریت په موخه د زېربناوو او طرزالعملونو جوړولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
جمهوررییس د ډيجيټلي کېدو پروسې پر تطبيق او چټکتيا ټينګار وکړ وې ويل، د افغانستان بانک ډيجيټلي شوی، دغه پروسه بايد سراسري او معاشونه هم ډيجيټلي شي.
د ګمرکونو نړيوال سازمان سکرتر جنرال جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ډيجيټلي کېدو پروسې د تطبيق په برخه کې د مرستې په موخه به له اړوند مسوولينو سره له نږدې کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې ترسرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف ازبکستان هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی و چې تېر ماښام کابل ته راستون شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

