ads

«۱۰ زره پاکستاني او نور جنګیالي افغانستان ته راغلي»

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې ترسرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
«۱۰ زره پاکستاني او نور جنګیالي افغانستان ته راغلي»

نوموړي د جمعې په ورځ دغه کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې اوسمهال ۱۰ زره پاکستاني او نور جنګیالي افغانستان ته راغلي او د طالبانو تر څنګ د افغان سرتېرو پر وړاندې جګړه کوي.
هغه ټینګار کړی چې طالبانو لاهم له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.
جمهور رییس له پاکستان وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه ګټه واخلئ او پر طالبانو فشار راوړي، څو هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.
تر دې وړاندې هم په ځلونه افغان حکومت پاکستان تورن کړی چې له طالبانو ملاتړ کوي او پخپله خاوره کې یې پټنځایونه ورکړي دي.
خو په ورته وخت بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان همدغه جوړ شوي کنفرانس ته د جمهور رییس غني دا تورونه رد کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA