ads

په سپین بولدک کې د رویټرز خبریال وژل شوی

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس عبدالمجیب خلوتګر د جمعې په ورځ کلید ته وویل، د دانش صدیقي په نوم د رویټرز خبریال، چې د هندوستان اوسېدونکی و، د راپور چمتو کولو په هدف د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی و.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
په سپین بولدک کې د رویټرز خبریال وژل شوی

د ده په خبره، د لومړنیو معلوماتو پر اساس، دانش صدیقي له امنیتي ځواکونو سره له همغږۍ پرته یادې سیمې ته سفر کړی و.
خلوتګر زیاتوي چې د دغه خبریال وژل کېدل باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.
په ورته مهال د افغانستان د ازادو رسنیو ادارې مشر له حکومت غواړي چې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي. د کورنیو چارو وزارت هم کلید ته د یاد خبریال وژل کېدل تایید کړل، خو دا چې هغه څنګه وژل شوی، په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې هم په هېواد کې د بېلابېلو پېښو له امله ګڼ شمېر خبریالان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA