ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۸ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت د افغان سرتېرو په بریدونو کې ګڼو وسله وال ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۸ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۰۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د هغوی ګڼې وسلې او ۱۱ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله کونړ، ننګرهار، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، کندوز او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ډېر شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA