ads

د نیمروز چخانسور ولسوالۍ بیرته پاکه شوه

کورنیو چارو وزارت د افغان سرتېرو د عملیاتو پر مهال د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
د نیمروز چخانسور ولسوالۍ بیرته پاکه شوه

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا پرون ناوخته کلید ته وویل، تېره شپه افغان سرتېرو د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې دغه ولسوالي بیرته له طالبانو پاکه شوه.
هغه زیاتوي، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر وسلې یې له منځه وړل شوې دي.
تر دې وړاندې هم ډېر شمېر ولسوالۍ بیرته د افغان سرتېرو د عملیاتو په پایله کې له وسله والو طالبانو بیرته نیول شوې دې.
وسله والو طالبانو بیا د افغان حکومت د دغو ادعاوو په تړاو نظر نه دی څرګند کړی، خو اوس هم په ځینو ولسوالیو کې د خپل شتون خبر ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA