ads

د عبدالله په مشرۍ د سولې پلاوی دوحې ته روان شو

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې په هدف د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د جمعې په ورځ دوحې ته روان شو.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
د عبدالله په مشرۍ د سولې پلاوی دوحې ته روان شو

ټاکل شوې چې دغه اته کسیز پلاوی به په دوحه کې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه پر بنسټیزو مسایلو خبرې پیل کړي.
د یاد پلاوي مشر او د مصالحې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په همدغه هدف جوړې شوې غونډې ته هیله څرګنده کړه چې طالبان دا هڅې د سولې لپاره یو فرصت وبولي، ځکه په خبره یې، روانه جګړه او د ولسوالیو نیول کومه پایله نه شي ورکول.
ده زیاته کړه چې دغه پلاوي ته له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو بشپړ صلاحیت ورکړل شوی دی.
په ورته مهال پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم وویل چې په دغه پړاو کې ټاکل شوي پلاوي ته پوره واک سپارل شوی دی.
حامدکرزی، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي، سلام رحیمي، سید سعادت منصور نادري او یو شمېر نور کسان په دغه پلاوي کې شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA