ads

د حکومت او سیاستوالو پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکوي چې ډېر ژر به د افغان حکومت او سیاستوالو یو پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو په هدف دوحې ته سفر وکړي.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
د حکومت او سیاستوالو پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، یاد پلاوی به د سولې خبرو پرمختګ لپاره لازمې لارښوونې ولري.
انوري زیاتوي چې دوحې ته تلونکی پلاوی به دواړه لوري وهڅوي چې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ ګټورې پایلې ته ورسېږي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د سولې په تړاو غونډې ته یو شمېر حکومتي چارواکو هم د دغه پلاوی سفر تایید کړ.
دغه پلاوی د مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ دوحې ته سفر کوي چې پخوانی جمهور رییس حامدکرزی، ګلبدین حکمتیار، مارشال عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي، سلام رحیمي، سید سعادت منصور نادري، مولوي عنایت الله بلیغ او فاطمه ګیلاني هم پکې شامل دي.
دوی به د طالبانو له پلاوي سره د سولې په تړاو پر اساسي مسایلو بحثونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA