ads

جمهور رییس له امریکایي پلاوي سره وکتل

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې ترسرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف تېره ورځ ازبکستان هېواد ته په دوه ورځني سفر ولاړ.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
جمهور رییس له امریکایي پلاوي سره وکتل

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري وایي، جمهور رییس پرون د امریکا په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره وکتل.
هغه زیاتوي، جمهور رییس د دغه سفر پر مهال د ازبکستان هېواد له جمهور رییس «شوکت میرضیایف» سره په کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي ودې، ښې حکومتولۍ، اصلاحاتو، سیمه ییز اتصال، د وچکالۍ اغېزو راکمولو په برخه کې د هېوادونو د ګډو همکاریو او ‌‌‌‌‌‌ډيجیټلي کېدو پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رییس همدارنګه د چین، ترکیې او د امریکا متحده ایالاتونو له پلاوو سره هم کتلي دي.
جمهوري ریاست ماڼۍ همدارنګه وایي له امریکایي پلاوي سره د جمهو رییس د کتنې پر مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، پراختیایي او بشري مرستو او سولې پروسې د چټکولو په اړه د امریکا د ژمنو په هکله بحث وشو.
د امریکایي پلاوي مشرې جمهور رییس غني ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له افغانستان سره په یادو برخو کې کړې ژمنې ژر تر ژره عملي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA