ads

د امریکا مرسته شوې اووه هلیکوپټرې کابل ته راورسېدې

دفاع وزارت د امریکا له لوري د افغانستان هوایي ځواک ته د اوو نورو هلیکوپټرو د ورکړې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
25 چنګاښ 1400
د امریکا مرسته شوې اووه هلیکوپټرې کابل ته راورسېدې

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا هلیکوټپرې کابل ته راسېدلې او ټاکل شوې چې د ځانګړو مراسمو پر مهال افغان هوایي ځواکونو ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم د یادو الوتکو د رالېږد خبر ورکړی و.
په پام کې ده چې متحده ایالاتونه ګڼ شمېر نورې باروړونکې او جنګي الوتکې افغان سرتېرو ته ورکړي.
دفاع وزارت وایي، له دغو الوتکو څخه به د جګړو او عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره ګټه پورته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA