هغه زیاته کړه چې حکومت سولې ته ژمن دی، خو په خبره یې، اساسي مسله د اوسني نظام ساتل دي چې ټول یې باید په ساتلو کې خپل مسولیت ترسره کړي.
د عمر په وینا، یوازنۍ ستونزه چې په تېر وخت کې رامنځته شوې، له واکمن نظام څخه تېښته ده چې دا ځل باید یاده تېروتنه تکرار نه شي.
د نوموړي په خبره، که څه هم پر حکومت او اړوندو ادارو به نیوکې ډېرې وي، خو زیاتوي چې د حکومت تر چتر لاندې د خلکو دریځ باید داسې تنظیم شي چې اوسنی نظام پکې خوندي پاتې شي.
حکومتي چارواکي پر داسې مهال د اوسني نظام پر ساتلو ټینګار کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې د سولې په تړاو بنسټیزې خبرې پیل شي.
د اوسني نظام ساتل، پر اساسي قانون او یو شمېر نورو مسایلو بحثونه به یې مهمه برخه وي.


