ads

مېرمنې: نړیوال دې د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي

ننګرهار کې نن یو شمېر مېرمنو د سولې او نظام په ملاتړ غونډه کې په هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ باله او غوښتته یې وکړه چې د جګړې پر ځای دې پر سوله انرژي مصرف شي.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1400
مېرمنې: نړیوال دې د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي
د غونډې ګډنوالو مېرمنو وویل: «د جګړو له امله  د ټولنې د نورو برخو تر څنګ لوی زیان مېرمنې ویني او زیاتوي، د دوی حقوقو ته دې درناوی وشي.»
که څه هم د افغان سولې په تړاو یو ځل بیا خبر اترې زیاتې شوي؛ خو دلته مېرمنو پر نړیوالې ټولنې او ځانګړي توګه ګاونډ‌یو هېوادونو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې صادقانه هڅه وکړي، چې په د افغانستان روان ناورین پای ته ورسېږي.
 غونډې ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هم وینا وکړه او ویې ویل، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي او وايي ټولنه کې يې رول مهم او په ټولو مسايلو کې دې خپل غږ پورته کړي.
«موږ د مېرمنو د حقونو خوندیتوب لپاره کار کوو او هغوی حق لري چې په هره برخه کې خپل غږ پورته کړي.»
له تېرو څو اونیو راهیسې چې د هېواد په اکثریت ولایتونو کې جګړو زور واخیستی اوس ټاکل شوی چې لنډو ورځو کې د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یو پلاوی طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته لاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA