نوموړي د پنچشنبې په ورځ د سولې په تړاو خبري ناستې ته دا څرګندونې وکړې.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې مسله حساس پړاو ته رسېدلې او په خبره یې، که په دغو خبرو کې د سولې په تړاو پرمختګ کېږي، په هېواد کې به ارامي رامنځته کېږي او که پرمختګ نه کېږي، نو جګړه به تر دې هم زور اخلي.
په ورته وخت کې د مصالې شورا غړی اکرم خپلواک وایي، د سولې په تړاو په پیلېدونکو بحثونو کې باید پوره وضاحت شتون ولري.
دی که څه هم زیاتوي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ځینو اصولو په تړاو لږ وضاحت تر لاسه شوی، خو ټینګار کوي که دا ډله واحد، خپلواک، ډیموکراټ، اسلامي او متصل هېواد درلودو ته ژمنه وي، د سولې په خبرو کې به جوت پرمختګ رامنځته شي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر د مصالحې شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې پلاوی دوحې ته سفر وکړي او له طالبانو سره به پر اساسي موضوعاتو خبرو ته دوام ورکوي.


