د دې ډلې دقطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، طالبان له نړیوالو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي او نړیوالو اصولو ته د خپلو دیني ارزښتونو او ملي ګټو پر اساس ژمن دي.
هغه زیاتوي، طالبان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسووهنه نه کوي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي چې د دوی په چارو کې لاسووهنه وکړي.
نوموړي په ټولو برخو کې له اړوند اړخونو سره پر همغږۍ ټینګار کړی.
د یادولو وړ ده چې د انګلیستا دفاع وزیر خبرداری ورکړی، که طالبان سوله ونه کړي، له سترې انزوا سره به مخ شي.
نوموړي په افغانستان کې له هر ډول حکومت سره، چې نړیوالو اصولو ته ژمن وي، د همکارۍ ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادونو بیا طالبان د بشري حقونو پر تر پښو لاندې کولو تورن کړي دي.
د فرانسې سفیر په دې وروستیو کې پر طالبانو غږ کړی چې روانه جګړه او هدفي وژنې ودروي.


