ads

د یماسیاوش د قتل دوسیه نړیوالې محکمې ته سپارل شوې

د یماسیاوش کورنۍ خبر ورکوي چې د هغه د قتل دوسیه یې نړیوالې محکمې «هاګ» ته سپارلې ده.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1400
د یماسیاوش د قتل دوسیه نړیوالې محکمې ته سپارل شوې

د نوموړي پلار داوود سیاوش وایي، د زوی د قتل دوسیه یې نړیوالې محکمې ته رسېدلې او زیاتوي چې د بشري حقونو راپور جوړونکي او د ملګرو ملتونو د بیان ازادۍ برخه په دې اړه څېړنه کوي.
داوود سیاوش له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې د یماسیاوش د قتل عاملین تشخیص او جزا ورکړي.
بلخوا، د یماسیاوش د قضیې مدافع وکیل «هادي دکسټل» وایي چې دغه پېښه د بشر ضد جنایت دی.
دی زیاتوي چې په دې برخه کې باید هر اړخیزه څېړنه وشي او شفافیت ته پام وشي.
د ده په خبره، نورو خبریالانو ته باید دا وضاحت ورکړل شي چې تر دې وروسته ورته پېښه نه رامنځته کېږي.
د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د مرکزي بانک مطبوعاتې مسول یماسیاوش د تېر کال د نومبر پر اووه په کابل ښار کې د چاودنې له امله ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA