د دغه وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وایي، په ترسره شوې ناسته کې په شانګهای سازمان کې د افغانستان غړیتوب، په سیاسي، فرهنګي اقتصادي او نورو برخو کې له افغانستان سره د شانګهای سازمان مرستې، د افغانستان پر روان حالت او ورته نورو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
نوموړی زیاتوي چې د یاد سازمان غړو په افغانستان کې د جګړو پر ډېرېدو او د بېلابېلو ترهګرو ډلو د شتون په تړاو اندېښنه وښوده.
اړوندو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان باید د ترهګرو ډلو په پټنځي بدل نه شي او له دغه هېواد سره په اقتصادي او ورته نورو برخو کې مرستې وشي.
دغه سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی چې اوسمهال یې روسیه، چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، هند او پاکستان غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بیلاروس او منګولیا پکې د ناظر هېواد په توګه ګډون لري.
د دغه سازمان هدف د هېوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او په ورته نورو برخو کې د اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.


