ads

جمهور رییس غني په دوه ورځني سفر تاشکند ته ورسېد

جمهوري ریاست ماڼۍ وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان هېواد پایتخت تاشکند ته ورسېد.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1400
جمهور رییس غني په دوه ورځني سفر تاشکند ته ورسېد

ټاکل شوې چې جمهور رییس غني به د دغه سفر پر مهال د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې ترسرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړي.
د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، جمهور رییس به په یاد کنفرانس کې پرګډون او وینا سربېره، د ازبکستان له جمهور ريیس «شوکت میرضیایف» او په کنفرانس کې د ځینو هېوادونو له استازو سره بېلابېلې لیدنې هم ولري.
په پام کې ده چې په یاده غونډه کې له افغانستان سره د اړوندو هېوادونو پر دوستانه اړیکو او د همکاریو پر پراختیا بحث وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA