ads

جمهور رییس غني په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ولاړ

جمهوري ریاست ماڼۍ وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار ازبکستان هېواد ته په سفر روان شو.

محمدخان بریال
24 چنګاښ 1400
جمهور رییس غني په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ولاړ

ټاکل شوې چې جمهور رییس به د منځنۍ او جنوبي اسیا په غونډه کې ګډون وکړي.
د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، جمهور رییس به په یاد کنفرانس کې پرګډون او وینا سربېره، د ازبکستان له جمهور ريیس «شوکت میرضیایف» او په کنفرانس کې د ځینو هېوادونو له استازو سره لیدنې ولري.
ټاکل شوې چې په یاده غونډه کې له افغانستان سره پر دوستانه اړیکو او د همکاریو پر پراختیا بحث وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA