جمهور رییس غني د نړیوال بانک له مرستیال سره خبرې وکړې

له جمهوري ریاست ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډیویي کنفرانس له لارې د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال هارټ ویک شیفر سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.