خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوي ویډیویي کنفرانس کې جمهور رییس په بېلابېلو سکټورونو کې د حکومت د لومړيتوبونو او همدارنګه په اقتصادي او امنيتي سکټورونو کې د لا ډېر شفافيت په اړه بحث وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، جمهور رییس د وچکالۍ د اغېزو، د ملي دسترخوان برنامې د دوام څرنګوالي، کارموندنې او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره پر روغتونونو د لا زيات تمرکز په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د ځينو پروژو بودیجه دې هغو پروژو ته ځانګړې شي چې په چټکۍ د پلي کېدو وړ دي.
په دغو ویډیویي خبرو کې د نړيوال بانک مرستيال وويل، د افغانستان دولت، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ همغږي ګټوره ده.
هغه د روغتیایي برنامو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې باید تړونونه دوام پیدا کړي.


