ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
23 چنګاښ 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۹۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵۴ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په پکتیا، غزني، خوست، کندهار، هرات، فراه، هلمند، نیمروز او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.

تېره ورځ هم د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

خو وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت د یادې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA