په یاد پلاوي کې پخوانی جمهور رييس حامدکرزی، يونس قانوني، کريم خليلي، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم، ګلبدين حکمتيار او يو شمېر نور کسان په دغه پلاوي کې شامل دي.
په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی او تر اوسه یې د پاکستان، ازبکستان او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا ډول لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی دی.
افغان حکومت تر اوسه په رسمي ډول دوحې ته د لس کسیز پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ مخکېني جمهوررییس حامد کرزي د مذاکراتو د پیل خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دا ځل به په جدي توګه مذاکرات پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

