د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل زهره جلال د سې شنبې ورځ له غرمې وړاندې د خوست ـ کابل په عمومي لاره کې د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند له کلنګار سیمې وسله والو طالبانو له ځان سره بیولې وه چې، د افغان ځواکونو د کشفي او اپراتیفي عملیاتو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوه.
زهره جلال هم مني چې، تېر ماښام د افغان ځواکونو په همکارۍ او د قومي سپين ږیرو په منځګړیتوب د وسله والو طالبانو له قید څخه ازاده او خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې ده.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې پخلی کړی؛ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

