ads

ډاکتر عبدالله له جنرال میکنزي سره خبرې کړې دي

د مصالحې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال میکنزي سره یې لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو ورسره غږېدلی دی.

شمس الرحمن شمس
22 چنګاښ 1400
ډاکتر عبدالله له جنرال میکنزي سره خبرې کړې دي

د مصالحې عالي شورا مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ناټو او امریکا عمومي قوماندان جنرال میکنزي سره د اړیکو د نوي فصل او د افغان سولې په پرمختګونو حبرې کړي دي.

د مصالحې عالي ټینګار  کړی چې هېڅ ځواک نشي کولای چې خپلې ارادي پر افان ولس په زور ومني، هغه وویل تېر تاریخ ته په کتو باید د سولې له فرص څخه ګټه واخیستل شي.

په ورته مهال جنرال مکینزي د نویو اړیکو په تړاو وویل، چې امریکا به له افغانستان څخه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړه بس کړي او د سولې خبرو ته اولیت ورکړي، دی زیاتوي د افغانستان د کشالې د حل لپاره همدا خبرې دي

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له جنرال میکنزي سره داسې مهال ګوري چې تازه د افغان سولې لپاره هڅې پیل شوي دي او تمه شته چې یو ځل بیا د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA