ads

په کابل کې چاودنې څلور تنه ووژل

امنیتي چارواکي په کابل کې د چاودنې له کبله ۱۵ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
22 چنګاښ 1400
په کابل کې چاودنې څلور تنه ووژل

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن ماسپښین ۲ او ۵۰ دقیقې د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند د میوند چوک کې چاودنې شوې چې په ترڅ کې څلور تنه ووژل او  ۱۱ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA