له دغه وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي او څلور تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، کندهار، هرات، بلخ، فاریاب جوزجان، هلمند، بدخشان، کندز، تخار، کاپیسا او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت د یادې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

