نوموړي وویل، په افغانستان کې جګړه پردۍ ده او د جګړې ښکېل لوري باید د سولې له فرصت څخه ګټه واخلي او روان وضعیت ته بدلون ورکړي.
حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې، سولې ته غاړه کېږدي او د ولسوالیو له نیولو څخه دې لاس واخلي.
مخکېیني جمهوررییس په خپلو خبرو کې پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصتونو ضایعې نه کړي او هڅه دې وشي چې سولې ته ځان ورسوي.
حامد کرزی د سولې لپاره د خبرو د بیا پیل په اړه داسې مهال خبر ورکوي، چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي؛ خو ویل کېږي چې د سولې خبرو لپاره هم هڅې پیل شوې دي او تمه شته چې د دواړو لورو ترمنځ یو ځل بیا خبرې پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

