جمهوررییس په دغو خبرو کې افغان ځواکونو په ځانګړي ډول یې د هوایي ځواک کارنامې وستایلې او هغوی ته یې د لا بریا غوښتنه وکړه.
جمهور رییس په خپلو خبرو کې ډګرمن ذکریا ته وویل چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایي ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړي او همدارنګه یې ډاډ څرګند کړ چې هوایي ځواکونه به د جنګ لوری بدلوي او اړین ثبات به راولي.
« تاریخ به د هوایي ځواک کارنامې، سرښندنې او شجاعت په یاد ساتي، ټول زما بشپړ ملاتړ له ځان سره لرئ، غوښتنو او وړاندیزونو ته مو پر وخت رسیدګي کېږي. »
یادو منسوبینو جمهوررییس ته ډاډ ورکړ چې، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د هېواد او نظام د دفاع لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
جمهوررییس غني د افغان ځواکونو له دغو منسوبینو سره په داسې مهال خبرې کوي چې لاهم په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او وسلوال طالبان د یو شمېر ولسوالیو د نیولو خبر ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

