له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې مولوي ذبیح الله د بلخ د علماو شورا په استازولۍ په بېلابېلو برخو کې د علماو غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
نوموړي د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د بلخ د علماو شورا بشپړ ملاتړ څرګند او په روضه مبارکه کې یې د کتابتون او د بلخ پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ماسټرۍ دورې د ایجاد په اړه د علماو غوښتنې له جمهوررئیس وړاندې کړې.
خبرپاڼه زیاتوي جمهوررییس غني د نوموړي د خبرو له اورېدو وروسته د جمهوریت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاع کې د علمای کرامو دریځ وستایه او د روضې مبارکې د کتابتون جوړولو ژمنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده چې بلخ ولایت ته جمهوررییس غني داسې مهال سفر کوي چې د یاد ولایت یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او لا هم پر جګړه بوخت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

