له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۷۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶۲ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د هغوی ګڼ شمېر وسلې او ۱۸ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، میدان وردګ، خوست، کندهار، فراه، هرات، بادغیس، سرپل، جوزجان، نیمروز، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.
خو وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت د یادې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


