ads

رحماني: ټول وکیلان دې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي

په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو ډېرېدو او د حکومت او طالبانو تر منځ د ځینو ولسوالیو لاس په لاس کېدو سره پر یو وخت ولسي جرګې پر روان امنیتي حالت جدي اندېښنه وښوده.

محمدخان بریال
21 چنګاښ 1400
رحماني: ټول وکیلان دې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي

د دې جرګې رییس میرالرحمن «رحماني» د دوشنبې په ورځ د یادې جرګې عمومي ناستې ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې د دې لامل شوې چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله واوړي.
هغه په اوسنیو حالاتو کې د افغان سرتېرو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له ټولو وکیلانو یې وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د شته نظام او حکومت ننګه وکړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر نورو وکیلانو هم د هېواد اوسنی امنیتي حالت د جدي اندېښنې وړ وباله.
د دې جرګې غړي عبدالروف «شپون» پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي او په خبره یې، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي او امریکایي سرتېري بیا پاتې شي، مسولیت به یې د هغوی پر غاړه وي.
د امنیتي حالت په تړاو دا اندېښنې پر داسې مهال څرګندېږي چې اوسمهال تر بل هر وخت جګړې ډېرې شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او زرګونه کورنۍ د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA