د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، عباس ستاکزي او ورسره مل پلاوي په عشق اباد ښار کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل.
د هغه په وینا، په ترسره شوې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او ورته نورو مسایلو بحث شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ایران ته هم سفر کړی و او هلته یې په یوه بین الافغاني ناسته کې برخه واخیسته.
په ترسره شوې ناسته کې پرېکړه شوې وه چې اوسنۍ جګړه د حل لاره نه ده، بلکې د ښکېلو لورو تر منځ باید ټولې هڅې د سولې پر مسله ورټولې شي.
د دوی تر منځ په ناسته کې پر عامو خلکو، ښوونځیو او مسجدونو بریدونه وغندل شول او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه وشوه.


