جمهور رییس له سیاسي او جهادي مشرانو سره وکتل

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماښام ناوخته له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ناستو پر دوام له پخواني جمهور رییس حامدکرزي، د مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف سره په جمهوري ریاست ماڼۍ کې وکتل.