خبرپاڼه زیاتوي، د دوی تر منځ په کتنه کې د هېواد پر روان حالت بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د واحد صف پر جوړېدو، سیاسي اجماع او د جمهوریت تر چتر لاندې د تلپاتې سولې پر راتلو ټینګار شوی دی.
دا کتنې پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دوحه کې یو ځل بیا د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې په هدف کتنې په پیلېدو دي.
تېره ورځ خلیلزاد هم دوحې ته رسېدلی، څو دواړه لوري د سولې په برخه کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره وهڅوي.
نوموړی به ازبکستان او پاکستان ته هم سفر وکړي.
خو په ورته مهال په هېواد کې جګړو زور اخیستی او د ښکېلو لورو تر څنګ ډېر شمېر ملکیان هم پکې وژل کېږي.


