خبرپاڼه زیاتوي چې حنیف اتمر په دې وروستیو کې د سولې په تړاو پر بدلونو، د هېواد پر روان امنیتي او سیاسي حالت او ورته نورو مسایلو بحث وکړ او د سولې لپاره یې د سیمهییز ملاتړ خپلولو په هدف د امریکا د حکومت هڅې وستایلې.
هغه په دې برخه کې د امریکا او افغانستان پر دوه اړخیزو مشورو ټینګار کړی دی.
د امریکا شارژدافیر یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکا د ملاتړ او د شته لاسته راوړنو ساتلو لپاره ډاډ څرګند کړی دی.
د سولې په هدف دا کتنې داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
خو له افغان حکومت سره به د نړیوالې ټولنې او امریکا مالي مرستې دوام پیدا کوي.


