هغه پر خپل ټوېټرپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ځینو امنیتي ګواښونو په دلیل د دوی یو شمېر کارمندان بیرته خپل هېواد ته وړل شوي دي، خو په وینا یې، دا څه به د لنډمهال لپاره وي.
نوموړی همدارنګه وایي، ټاکل شوې چې په کابل کې د هندوستان هېواد د وېزو ورکړه دوام پیدا کړي.
ده ټینګار کړی چې هندوستان هېواد په ټول وس د افغانستان ملاتړ کوي او د یو ډیموکراټ افغانستان په تمه دی.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې له کندهار ښار څخه د هندوستان هېواد ۵۰ کارمندان ایستل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم ځینو ولایتونو کې د ایران، ترکیې، تاجکستان او ازبکستان کونسلګرۍ د ناامنیو په دلیل تړل شوې دي.


