د ضیا په خبره، د هوایي دفاع دغه سیسټم چې د توغندیو د شنډولو وړتیا هم لري، له خلکو څخه د دفاع لپاره نصب شو.
په ورته وخت کې د نظامي چارو یو شمېر شنونکي د حامدکرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د دغه سیسټم ځای پر ځای کېدل مهم بولي.
د دوی په خبره، کېدایشي یو شمېر هېوادونو وسله والو مخالفینو ته داسې توغندي ورکړي وي چې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر په نښه کړي.


